کندهار کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو د پوستې په ډېپو کې اور لګېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه رامنځ ته شوې، چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ په وینا د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې او چا ته زیان نه دی رسېدلی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ سکرتر غورځنګ افریدی وايي، د اور لګېدنې له امله چاودنې او ډزې هم شوې دي.
له دغه پېښې وروسته ځینو سیمه ییزه رسنیو راپور ورکړ، چې دا موټر بم ځانمرګی برید و او هغه مهال شوی چې د ملي دفاع سرپرست اسدالله خالد او د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان هم د شاولي کرزي په کور کې وو.
خو د کندهار امنیه قوماندانۍ دا خبرې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ساتونکو د پوستې په ډېپو کې لومړی اور لګېدلی او وروسته چاودنې او ډزې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل