۰

کرزی په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي وايي، دا ملي اجماع ته د رسېدو لار نه ده

یکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې په تړاو جوړېدونکې لویه مشورتي جرګه کې د نه ګډون پرېکړې سره وایي، دا جرګه د ولس په ګټه او ملي اجماع ته د رسېدو لار نه ده.
کرزی په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي وايي، دا ملي اجماع ته د رسېدو لار نه ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې په تړاو جوړېدونکې لویه مشورتي جرګه کې د نه ګډون پرېکړې سره وایي، دا جرګه د ولس په ګټه او ملي اجماع ته د رسېدو لار نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه جرګه کې د کرزي د نه ګډون اعلان کړی دی.

ښاغلي کرزي په دې خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې ده ملي اجماع ته د رسېدو په خاطر د عنعنوي او مشورتي جرګې په جوړېدو ټینګار کاوه، خو به وینا یې په اوسنیو شرایطو کې د لویې مشورتي جرګې جوړېدل د ولس په ګډه نه دي او نه هم لویې ملي اجماع ته د رسېدو لار.

په دغه خبرپاڼه کې د جرګې په اړه د نظر د یووالي او د باور فضا نه شتون هغه دلایل بلل شوي، چې کرزی یې د ولس په ګټه نه بولي او ګډون په کې نه کوي.

کرزي په خبرپاڼه کې ویلي، دغه جرګه به نه یوازې سولې ته زمینه برابره نه کړي، بلکې پرعکس پایله به ولري، ځکه د ده په وینا د طالبانو اسلامي تحریب هم ورسره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې دا جرګه به د سولې سره مرسته ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له یوه نیم کال راهیسې یې د ولسمشر غني سره د سولې لپاره د ملي همغږۍ په موخه د لویې عنعنوي جرګې د جوړېدو وړاندیز کړی خو دا چې اوس د سولې خبرې پیل او پرمختګ یې کړی، نو اړینه نه وه، چې دا جرګه جوړه شي.

هغه ټینګار کړی، چې ورېږي دغه جرګه د سولې روانې هڅې شنډې نه کړي.

د کرزي په وینا ښه به دا وه، چې دغه جرګه له طالبانو سره د سولې تر خبرو او یوه توافق وروسته جوړه شي، تر چې د ولس استازو پر هغه هوکړو د تایید ټاپه وهلې وای.

ښاغلي کرزي ویلي، ولسمشر غني ته یې وړاندیز دا دی، چې دغه جرګه د دې لپاره چې جوړېدل یې د سولې روانې هڅې خنډنۍ نه کړي وځنډوي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې یو شمېر سیاسي ګوندونو او د ولسمشرۍ انتخاباتي ټکټونو هم په دې جرګه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال، د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د احمد ولي مسعود په مشرۍ د ملي وفاق او دغه راز ځینو نورو ټاکنیزو ټیمونو ویلي، دغه جرګه د وسلې په اړه نه، بلکې د حکومت په فرمایش او د ټاکنو لپاره د کمپاین جرګه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي