۰
دفاع وزارت:

په سرپل کې ۴۵ وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
د ملي دفاع وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو په شدیدو عملیاتو کې د پنځو سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۴۵ وسله وال مخالفین افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
په سرپل کې ۴۵ وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
د ملي دفاع وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو په شدیدو عملیاتو کې د پنځو سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۴۵ وسله وال مخالفین افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د ولید ۳ تر نامه لاندې څلور ورځني عملیات په سرپل ولایت کې تر سره کړل، چې بریالي وو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او د قاري امین په نوم د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۶ نور ټپیان او پنځه خځې یې له منځه وړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي، وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله د سرپل ولایت د ګوسفندي سیمې په شېرم کې اوښتې ده.

دغه راز خبرپانه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو د دې شدیدو عملیاتو په ترح کې د پنځو سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۴۵ وسله وال مخالفین افغان ځواکونو ته تسلیم  شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې افغان ځواکونو ته تسلیم شویو مخالفینو خپله  ۲۵ میله درنه او سپکه وسله او دغه راز ۲۵عرادې موټرسایکلونه هم افغان ځواکونو ته سپارلي.

افغان ځواکونو ته د تسلیم شویو مخالفینو په ډله کې ملا سید محمد، ملا قاسم، ملا خدا داد، ملا رسول او ملا اسلم چې ویل کېږي د طالبانو سیمه ییز قوماندانان و شامل دی.
 
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي