۰
پاکستان کې د چین سفیر:

پر افغان طالبانو نفوذ نه لرو، خو اړیکې ورسره لرو

شنبی ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۱
په پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ ویلي چین پر افغان طالبانو نفوذ نه لري خو اړیکې ورسره لري او تل یې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هڅولي.
پر افغان طالبانو نفوذ نه لرو، خو اړیکې ورسره لرو
په پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ ویلي چین پر افغان طالبانو نفوذ نه لري خو اړیکې ورسره لري او تل یې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هڅولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاو جینګ زیاته کړې، چې له طالبانو سره په اړیکو کې یې تل هڅه کړې، چې هغوی له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېنوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکي لري خو دومره نفوذ يې پرې نه شته، چې د روغې جوړې خبرو ته یې اړ کړي.

د چین سفیر وايي، په کابل کې د ترهګرۍ اوسنیو پېښو دردولی او زیاتوي، ترهګري یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره لوی خطر دی، ځکه يې باید پر ضد ټول سره یو موټی شي.

جینګ د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز په تړاو ویلي، دغه لار به نه یوازې تر افغانستان پورې رسېږي، بلکې ورسره به د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي