د فواید عامې وزارت وايي، د نورستان-کونړ لویه لار یې د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده.
دغه لویه لار له څو ورځو راهیسې د واورې ښویېدو او ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
طالبانو د فواید عامې وزارت ویلي، چې دغه لویه لار د چهارشنبې په ورځ د وري په ۲۹مه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
خو خبرځاى زياته کړه چې د نورستان ولايت د کامديش، برګمټال، مندول او دواب په ولسواليو کې د سيلابونو له کثافاتو څخه د سړکونو د پاکولو کار دوام لري او د دغو ولسواليو ترانسپورتي لارې لا هم نه دي پرانيستل شوې.
جمهورخبري آژانس