د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په چاڼیزو عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دې جبهې سه شنبې د وري ۲۸ مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه بريد تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د کارته پروان په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه موټر شوى دى.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې د طالبانو رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
دملي مقاومت جبهې وويل چې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس