د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي، دوی غواړي، چې د ورغلو افغان کډوالو د ثبت لړۍ پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وحیدي په یوه خبري ناسته کې ویلي، په وروستیو کې دغه هېواد ته سلګونه زره افغان کډوال ورغلي چې دواړو لورو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، دوی نه شي کولی له سلګونه زره افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي نو ښه لاره یې دا ده چې دوی ثبت کړي او د اوسېدو موقت وخت ورکړي.
وحیدي په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی چې د ثبت ځانګړو مرکزونو ته ورشي او له کومې وېرې پرته د موقت اوسېدو جواز ترلاسه کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې له ثبت پاتې افغان کډوالو سره به بیا سخت چلند کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل