۰
ایران:

که له افغانستان سره مرستې ونه شي اروپا ته به د کډوالو بهیر پیل شي

چهارشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبرداری ورکړی، چې که نړیوال له افغانستان سره مرستې ونه کړي، نو له دغه هېواد به اروپا ته د کډوالو نوې څپه پیل شي.
که له افغانستان سره مرستې ونه شي اروپا ته به د کډوالو بهیر پیل شي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبرداری ورکړی، چې که نړیوال له افغانستان سره مرستې ونه کړي، نو له دغه هېواد به اروپا ته د کډوالو نوې څپه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وحیدي دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لړم ۱۸ مه په یوه خبري ناسته کې کړې او نیوکه یې کړې، چې ولې هېڅوک د افغانستان له خلکو سره مرسته نه کوي.

نوموړي زیاته کړې«ولې څوک له افغانانو سره مرسته نه کوي؟ ولې یې پیسې کنګل شوې؟ داسې مرسته چې هغوی په افغانستان کې وساتي، داسې مرسته چې مجبور نشي خپل کور کلی پرېږدي او سرحداتو ته راشي، هره ورځ له افغانستان سره زموږ پولو ته په زرګونه کسان راځي.»

ښاغلي وحیدي د پوښتنې په توګه ویلي، که دا کډوال په ایران کې ځای پر ځای نه شي نو چېرته به ځي؟

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې دوی د ترکیې سره په پوله ګڼ افغان کډوال ودرول او په داسې حال کې، چې ډېره لار یې وهلې وه، بېرته یې ستانه کړل.

دی وايي، دا مهال ایران د ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی خو په وینا یې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ شمیر نور هم هڅه کوي له هغه هېواده ووځي.

ایراني‌ چارواکي په داسې حال کې د افغانانو د کډوالۍ په اړه خبرداری ورکوي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د د لړم په ۱۳ مه نېټه ویلي وو، ۱۴۹ افغان پناه غوښتونکي د ایران پولي سره نږدې د بتلیس په ښار کې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي