۰

عمران خان له دندې ګوښه کړای شو

دوشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۰
د پاکستان کابینې په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړ، خو د پاکستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به تر هغه دندې ته د سرپرست په توګه ادامه ورکوي، چې نوی لومړی وزیر معرفي شوی نه وي.
عمران خان له دندې ګوښه کړای شو
د پاکستان کابینې په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړ، خو د پاکستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به تر هغه دندې ته د سرپرست په توګه ادامه ورکوي، چې نوی لومړی وزیر معرفي شوی نه وي.

په پاکستان کې په وروستیو ورځو کې پراخ لاریونونه او کړکېچ روان دي پرون پارلمان غوښتل چې عمران خان له دندې لرې کړي، خو د پارلمان رییس دا کار ونه کړ.

د عمران خان مخالفینو د هغه د لرې کولو غوښتنه کوله، خو ده د پاکستان ولسمشر ته د پارلمان د منحل کولو وړاندیز کړی و.

د پاکستان کابینې بیا په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړ او پر ځای به یې ژر تر ژره بل لومړی وزیر معرفي کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي