د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دوی هڅه کوي په ټوله لودیځه اسیا کې سوله او ثبات تامین شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته کوي او په خبره یې د دغه هېواد ثبات او امنیت د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي.
باجوه وايي، په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو نارامیو پر پاکستان مستقیم اغېز کړی دی، نو له همدې امله اوس پاکستانی حکومت د دې غوښتونکی دی چې افغانستان ته دایمي ثبات راشي.
د پاکستان د پوځ مشر افغانستان کې پر روان اقتصادي او بشري وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو یې د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس