۰

د پاکستان د پوځ مشر د ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړ

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په نظامي اډو او زده کړیزو مرکزونو یې بریدونو کې لاس درلود.
د پاکستان د پوځ مشر د ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړ
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه ۱۲ ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په نظامي اډو او زده کړیزو مرکزونو یې بریدونو کې لاس درلود.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو ویلي په مرګ محکوم شویو کسانو د خیبرپښتونخوا په بنو او دیره اسماعیل خان سیمو کې پر زندانونو د برید په پېښو کې هم لاس درلود.

ویل کېږي، چې په دې برید کې د پاکستان ۹۲ نظامي کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي وو.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ ویلي، جنرال باجوه د ۶ نورو ترهګرو د ابدي زندان حکم هم لاسلیک کړی دی.

د پاکستان سترې محکمې وړاندې د دغه ۱۲ تنو وسهل والو د مرګ حکم صادر کړی و، چې د جنرال باجوه په لاسلیک سره به په دار وځړول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي