۰

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لرې کېدو چانس یقیني شوی دی

پنجشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۹
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون ګوندونو د پلې په درنېدو او د عمران خان د ملاتړ کمېدو د صدر اعظمۍ له څوکۍ څخه د خان د لرې کېدو چانس یقیني کړی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لرې کېدو چانس یقیني شوی دی
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون ګوندونو د پلې په درنېدو او د عمران خان د ملاتړ کمېدو د صدر اعظمۍ له څوکۍ څخه د خان د لرې کېدو چانس یقیني کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان پرون تور پورې کړی و، چې له ده څخه د باور رایې د اخیستلو هڅه د یوه بهرني هېواد دسیسه ده.

نوموړي د کوم هېواد نوم نه و اخیستی خو اشاره یې امریکا ته وه، چې ګڼې د ده د حکومت د پرزولو لپاره یې دسیسه جوړه کړی او دی به یې په اړه لیکلی ثبوت خبریالانو ته ښکاره کړي.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې عمران خان تېره شپه ملت ته وینا وکړي او دا خبره هم په کې په ډاګه کړي، چې کوم هېواد یې د لرې کولو پلان لري، خو نه یې ملت ته وینا وکړه او نه یې هم د دسیسه جوړونکي هېواد نوم څرګند کړ.

نوموړي ماښام یوازې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا و ویل، چې دا یو رسمي راز دی او خبریالانو ته یې نه ښيي.

په ورته وخت کې د عمران خان سیاسي مخالفان وايي، په پارلمان کې یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی او ژر به عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړي.

پرون د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو او د متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم ترمنځ له خبرو وروسته د دغه غورځنګ دوو وزیرانو له کابینې استعفا ورکړه.
د دې معنا دا ده چې په پارلمان کې د عمران خان اکثریت نور هم کمزوری شو او له صدراعظمۍ څخه د لېرې کېدو چانس یې یقیني دی.

راپورونه وايي، اوس د پاکستان د ملي جرګې ۱۷۵ غړي د اپوزیسیون او ۱۶۴ د عمران خان ملاتړ کوي.

بل خوا راپورونه وايي، تېره شپه د پاکستان لوی درستیز له عمران خان سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې استعفا ورکړي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري دا خبره رد کړه چې ګنې د پوځ لوی درستیز له عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه/ د مارچ ۳۱ د پاکستان پارلمان د عمران خان د سلب اعتماد کولو لپاره غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي