۰

امریکا، روسیه، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کوي

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۱۰
ټاکل شوې چین کې د افغانستان په اړه تر جوړېدونکې ناستې وروسته د امریکا، روسیې، چین او پاکستان څلور اړخیزه غونډه هم وشي.
امریکا، روسیه، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کوي
ټاکل شوې چین کې د افغانستان په اړه تر جوړېدونکې ناستې وروسته د امریکا، روسیې، چین او پاکستان څلور اړخیزه غونډه هم وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه غونډې د جوړېدو پخلی کړی خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

نوموړي ویلي، چې غونډه په نېږدې راتلونکې کې جوړېدونکې ده او په کې به د افغانستان د وضعیت او راتلونکې په اړه مهمې خبرې وشي.

چین دا څلور اړخیزه غونډه پر داسې مهال جوړوي، چې وړاندې یې هم پر نړیوالو غږ کړی و، چې امریکا په افغانستان کې د خپل مسوولیت ادا کولو ته وهڅوي.

دغه راز چین په وار وار له امریکا د افغانستان د کنګل کړې پانکې د خلاصون غوښتنه کړې او ښايي په دې څلور اړخیزه غونډه کې یوه مهمه خبره همدا هم وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي