۰
دې هېل:

امریکا باید افغانستان کې ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو او زیانونو غرامت ورکړي

دوشنبه ۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
دې هېل نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکایي استازي باید په افغانستان کې د امریکايي جګړې پر ملکي تلفاتو او زیانونو بحثونه پيل کړي.
امریکا باید افغانستان کې ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو او زیانونو غرامت ورکړي
دې هېل نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکایي استازي باید په افغانستان کې د امریکايي جګړې پر ملکي تلفاتو او زیانونو بحثونه پيل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا د امریکا کانګریس داسې ډله جوړه کړې چې په څلورو کلونو کې د افغانستان د ماتې ټول عوامل او د امریکا د تګلارې ستونزې په نښه کړي، خو د افغانانو وضعیت ته یې هېڅ راز کتنه نه ده کړې.

په مطلب کې ټینګار شوی، امریکايي استازي باید دې ته متوجه وي چې دوی پوره شل کاله په افغانستان کې جګړه کړې ده، هره ورځ یې په هوایي بریدونو او ځمکنیو جګړو کې ملکي وګړي وژلي، ملکي تاسیسات یې زیانمن کړي دي او د ملکي وګړو کورونه یې وران کړي دي.

د مطلب لیکوال وايي، له همدې امله دوی ته د پراخو بحثونو اړتیا ده، څو د عامو افغانانو پر وضعیت هم تمرکز وکړي او خپل دريځ روښانه کړي.

په مطلب کې راځي د امریکا د جګړې له امله په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره ملکي وګړي وژل شوي دي، باید د دوی د کورنیو وضعیت او رامنځ ته شوي ناورینونونه له پامه و نه غورځول شي.

دې هېل نشریې له امریکایي حکومت د ملکي وګړو لپاره د اوښتو زیانونو او تلفاتو د جبران غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي