ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان یو ځل بیا پاکستان کې غونډه وکړي، چې مهمه او ځانګړې اجنډا به یې افغانستان وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې خبریالانو ته کړې ده.
نوموړي ویلي، دا غونده به د وري یا حمل د میاشتې په دویمه اسلام آباد کې جوړه شي، چې کوربه به یې پاکستان او ځانګړې اجنډا به یې افغانستان وي.
قریشي ویلي، دا غونډه د دې لپاره هم اهمیت لري چې دا اوس په سلګونو زره افغان له ناروغیو او لوږې سره مخامخ دي.
د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۲۱ م کال ډسمبر میاشت کې هم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سرمشریزې کوربه و.
جمهورخبري آژانس:کابل