د اسلامي همکاریو سازمان بیا د افغانستان په اړه غونډه کوي

25 حوت 1400 ساعت 9:44

ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان یو ځل بیا پاکستان کې غونډه وکړي، چې مهمه او ځانګړې اجنډا به یې افغانستان وي.


ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان یو ځل بیا پاکستان کې غونډه وکړي، چې مهمه او ځانګړې اجنډا به یې افغانستان وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې خبریالانو ته کړې ده.

نوموړي ویلي، دا غونده به د وري یا حمل د میاشتې په دویمه اسلام آباد کې جوړه شي، چې کوربه به یې پاکستان او ځانګړې اجنډا به یې افغانستان وي.

قریشي ویلي، دا غونډه د دې لپاره هم اهمیت لري چې دا اوس په سلګونو زره افغان له ناروغیو او لوږې سره مخامخ دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۲۱ م کال ډسمبر میاشت کې هم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سرمشریزې کوربه و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com