۰

د او ای سي استازي افغانستان ته د بحران د مخنیوي او حل لپاره راځي

دوشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۶
ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان یا او ای سي استازي افغانستان ته د بحران د مخنیوي او حل لپاره راشي خو د راتګ کره نېټه یې نه ده معلومه.
د او ای سي استازي افغانستان ته د بحران د مخنیوي او حل لپاره راځي
ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان یا او ای سي استازي افغانستان ته د بحران د مخنیوي او حل لپاره راشي خو د راتګ کره نېټه یې نه ده معلومه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې خاطر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پرون یکشنبې د وږي اوله د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره فوق العاده غونډه کړې.

یاد سازمان په دغه غونډه کې په افغانستان کې د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره د ټولشموله ډیالوګ غوښتنه وکړه.

له غونډې وروسته یې په یوه بیان کې د افغانستان له راتلونکې مشرتابه او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان باید بېا هېڅکله د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل نه شي.

په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې تروریستانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د پښو د اېښودلو ځای ومومي.

د دې سازمان سکرتر جنرال یوسف الیثامین په افغانستان کې د بشري کړکېچ یادونه کړې ویلي یې دي، چې د دې سازمان استازي به افغانستان ته واستول شي څو د سولې، ثبات او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې پر اهمیت ټینګار وکړي.

په بیان کې د افغانستان د کړکېچ له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، په ګډه کار وکړي او د زغم د اسلامي اصل په رڼا کې د افغانانو د ژوند او امنیت حق خوندي کړي او درناوی ورته وکړي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان همدا راز پر خپلو غړو، اړوندو اسلامي مالي موسسو او شریکانو غږ کړی چې سمدستي د هغو افغانانو لپاره چې ډېر اړ دي، د بېړنیو مرستو په برخه کې اقدام وکړي.

خو په پرونۍ غونډه کې د هېڅ هېواد له خوا هم د نوېو مرستو کومه ځانګړې ژمنه ونه شوه.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان OIC اوه پنځوس غړي لري او مرکز یې د سعودي عربستان په جدې ښار کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي