۰

کندهاری ماشومه له څاه څخه ژوندی را ایستل شو

چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یو ماشومه چې په یوه څاه کې لوېدلی و، له ۲۲ ساعتونو وروسته له څاه څخه ژوندی را ایستل شوی دی.
کندهاری ماشومه له څاه څخه ژوندی را ایستل شو
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یو ماشومه چې په یوه څاه کې لوېدلی و، له ۲۲ ساعتونو وروسته له څاه څخه ژوندی را ایستل شوی دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ د کندهار د والي وياند مولوي محمود عزام د سه شنبې په ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، دغه ماشومه له يوې څاه څخه له را ايستلو وروسته د درملنې لپاره د کندهار روغتون ته وړل شوى دى.
 
د خاکریز ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال مطیع الله هم ویلي، چې د سیمه ییزو چارواکو او ژغورونکو ډلو د ګډو هڅو په پایله کې یو اووه کلنه ماشومه له یوې ژوندۍ څاه څخه را ایستل شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، دا مهال د دغه ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

 دا ماشومه پلازو نومیږي او د یوې کوچي کورنۍ لور ده چې د دوشنبې په ماښام د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د لالک وازرک په سیمه کې په یوه څاه کې ولوېده.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يو ماشوم له څاه څخه ژوندى را ايستل شوى و.

تر دې مخکې په زابل ولایت کې په یوه څاه کې غورځېدلی ماشوم د ژغورنې عملیات له درې ورځو او شپو وروسته په کوهي کې مړه شوي وو.
 
جمهر خبري آژانس – کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي