۰

سعودي عربستان ۸۱ تنه اعدام کړل

یکشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۲
سعودي عربستان وایي، ۸۱ بندیان‌ یې په یوه ورځ اعدام کړي دي.
سعودي عربستان ۸۱ تنه اعدام کړل
سعودي عربستان وایي، ۸۱ بندیان‌ یې په یوه ورځ اعدام کړي دي.

په اعدام شویو کې پر قتل د محکوم شویو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې له ترهګرو ډلو سره ‌یې اړیکې درلودې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون شنبه ویلي، په اعدام شویو کې د القاعده شبکې، د داعش او د حوثي ډلې غړي شامل و.

سرچینې زیاته کړې، دغه کسان پر مهمو او حیاتي ځایونو د حملو د پلانولو او دې هېواد ته د وسلو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي