۰

امریکا ایستل شوي افغانان په نورو هېوادونو وېشي

دوشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۶
​​​​​​​رویټرز د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، امریکا په پام کې لري له افغانستان څخه په بېړه ایستل شویو افغانانو ته په نورو هېوادونو کې د پناه ځای ځایګی پیدا کړي.
امریکا ایستل شوي افغانان په نورو هېوادونو وېشي
رویټرز د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، امریکا په پام کې لري له افغانستان څخه په بېړه ایستل شویو افغانانو ته په نورو هېوادونو کې د پناه ځای ځایګی پیدا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ورته تایید کړې، چې امریکا د ایستل شویو افغانانو ځای پر ځای کېدو کې د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا.

د سرچینې په وینا واشنګټن له خپلو شریکانو غوښتي، چې هغه افغانانو ته ځای ورکړي چې امریکا کې د ځای پر ځای کېدو پر شرایطو برابر نه دي او د کډوالۍ پروسه یې پېچلې او اوږده ده.

امریکا تېر کال له اګست راهیسې ۸۵ زره افغانانو ته په خپل هېواد ځای ورکړی او داسې نه ښکاري چې اماراتو کې د ایسارو زرګونو افغانانو ایستلو ته دې ژر لاره چاره وموندای شي.

دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړې، دوی په دې تړاو له خپلو متحدانو سره په خبرو بوخت دي او هره ورځ کابو له شپېتو هېوادونو سره خبرې اترې کوي ورته په دې نړیواله هڅه کې د ونډې اخیستو د اهمیت یادونه کوو.

د مالوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان د د تېرو اوو میاشتو راهیسې امریکا ته د تګ په موخه په متحده عربي اماراتو کې ایسار پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې یوه لوړ پوړي امریکايي دیپلومات ابوظبۍ کمپونو کې له پرتو افغانانو سره خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړی و، چې د ایستلو پروسه به یې چټکه کړي.

دغه دیپلومات دا هم ویلي و، چې ځینې افغانان د امریکا په شرایطو برابر نه دي، خو په وینا یې دا په دې مانا نه دي، چې بېرته به یې خپل هېواد ته لېږي، بلکې په نورو هېوادونو کې به د پناه اخیستو زمینه ورته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي