۰

نړیوال بانک افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۴
نړیوال بانک له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړه.
نړیوال بانک افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه
نړیوال بانک له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له یاد بانک نه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغانستان سره په دې سخت وضعیت کې د بشردوستانه مرستو په موخه یو میلیارد ډالر نړیوالو بنسټونو ته ورکوي څو دوی وکړی شي له رامنځ ته شوي ناوړه وضعیت سره مبارزه وکړي.

نړیوالې رسنۍ وایي دا یو میلیارد ډالر د هغو مرستو له ډلې دي چې په تېر کې یې له افغانستان سره ژمنه شوې وه، خو د نوي حکومت په راتګ سره یې ورکړه ځنډېدلې وه.

نړیوال بانک وایي، دغه پیسې به ملګرو ملتونو ته ورکوي، څو په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیستم د جوړېدو، وړتیاوو د ساتلو او اقتصادي ودې په موخه وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي