۰

چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

شنبی ۷ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۰
ټاکل شوې راتلونکې میاشت په چین کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو یوه غونډه جوړه شي.
چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي
ټاکل شوې راتلونکې میاشت په چین کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو یوه غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې کړې ده.

قریشي ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه راتلونکې میاشت په چین کې سره کینې او په افغانستان کې د وروستی اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خپلې څرګندونې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې دې غونډه کې به ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، چین او په خپله پاکستان ګډون کوي.

په ورته وخت کې ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي چې افغان لوري ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي او دوی به هم خپلې خبرې ولري.

ټاکل شوې چې د غونډې په څنګ کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه هم وشي او په هغه کې به په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان پر ګډون خبرې کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي