د هندوستان هېواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په لړ کې تازه دوه نیم ټنه مواد کابل ته را رسېدلې دي. د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت د دغه خبر پخلی کړی دی وايي، دغه توکي نن کابل ته رسېدلي دي.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر پاڼه ویلي، د هندوستان هیواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د مرستو په لړ کې یاد هیواد تازه دوه نیم ټنه مواد، چې ادویه او البسه په کې شامل دي کابل ته را رسېدلې دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې اسلامي امارت د دا ډول بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او هیله لري چې نور هېوادونه هم له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی و او له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو څخه یې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل