د افغانستان بانک د امریکا د ولسمشر له خوا په خپل سر د افغانستانۍ د شتمنیو پر وېش نیوکه کړې او د هغه دا کار یې غیر قانوني او غیر عادلانه بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بایډن وروستۍ اجرايي فرمان غیر عادلانه او د نه منلو دی.
بانک ویلي، چې دغه شتمنۍ د افغانستان د خلکو ملکیت دی او هېڅوک یې د وېشلو حق نه لري.
د افغانستان بانک غوښتنه کړې تر څو د دې تصمیم په اړه تجدید نظر وشي.
د یاد بانک په خبره د دې زېرمو وضعیت په کره او دوامداره توګه څاري.
سرچینې ویلي، د اسعاري زېرمو یوه برخه د منل شویو اصولو پر بنسټ د امریکا په متحده ایالتونو کې په پانګه اچول شوې، څو د هغې د خوندیتوب په ساتلو سره ځانګړو موخو ته د رسیدو لپاره د اړتیا پر مهال د افغانستان بانک په واک کې ورکول کیږي.
خبرپاڼه کې راغلي، له همدې امله، د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا وروستۍ پریکړه چې دا زیرمې به د ټاکل شویو موخو پر خلاف لګول کېږي، دافغانستان ولس په حق کې ناعادلانه او د نه منلو وړ پریکړه بولي.
بایډن وړمه ورځ فرمان ورکړ، چې د افغانستان له ۷ میلیارد ډالرو څخه به ۳.۵ میلیارده امریکا کې د سپټمبر پېښو قربانیانو ته ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل