د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته یې د ورکو شویو افغان ښځینه مدني فعالانو په اړه د نړیوالو اندېښنه او قهر څرګند کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونا پرون د سلواغې ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي«متقي ته د افغان ښخینه مدني فعالانو په اړه د نړیوالو خشم او قهرېدنه ابلاغ شوه.»
سرچینه وایي، ښاغلي متقي د دغه موضوع د حل په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته ډاډ ورکړی دی او هغې هم د ښاغلي متقي له رغنده چلند څخه مننه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملګري ملتونه د ټولو افغانانو په هوساینه او حقوقو د ملاتړ برخه کې د طالبانو دخیل کولو ته دوام ورکوي.
د یادونې ده، چې له یوې میاشتې راهیسې تمنا زریاب پریاني، درې خویندې یې او پروانه ابراهیم خېل د کورنۍ د یوه نارینه غړي سره د خپلو کورونو څخه لا درکه شوې دي.
که څه هم طالبانو ویلي، چې دغه مېرمنې دوی نه دي نیولې، خو د دغه مېرمنو کورنۍ ادعا کوي، چې د دوی د کورنیو غړې د طالبانو له خوا نیول شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل