د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یو ځل بیا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیبورا لاینز پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۳ مه د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي.
یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې مېرمن لاینز له ښاغلي کرزي سره لیدنه کې ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ د دوام لپاره ژمن دي.
په ورته وخت کې د ښاغلي کرزي پر فسبوک پاڼه هم ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره یې د افغانستان په روان بشري او اقتصادي وضعیت په تېره بیا له معلمینو او استادانو سره د مرستو او د ښوونځیو د بیا پرانېستې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل