۰

امریکا په افغانستان کې بشري جنایت ته مخه کړې، بایډن د ماتې غچ له عامو افغانانو اخلي

دوشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
ګارډین ورځپانې پر افغانستان د امریکا د مالي بندیزنو په اړه یوه مقاله خپره کړې وايي، ولسمشر جوبایډن افغانستان کې د امریکا د ماتې غچ له عامو افغانانو اخلي.
امریکا په افغانستان کې بشري جنایت ته مخه کړې، بایډن د ماتې غچ له عامو افغانانو اخلي
ګارډین ورځپانې پر افغانستان د امریکا د مالي بندیزنو په اړه یوه مقاله خپره کړې وايي، ولسمشر جوبایډن افغانستان کې د امریکا د ماتې غچ له عامو افغانانو اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ویلي، امریکا په داسې حال کې، په افغانستان کې بشري جنایت ته مخ کړې، چې ځان په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو مدافع معرفي کوي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د خپلې نظامي ماتې غچ له مظلومو او عامو افغانانو اخلي.

مطلب کې زیاته شوې، چې نړۍ باید په افغانستان کې روان وضعیت له پامه ونه غورځوي او پر امریکا باید فشار راوړي چې په افغانستان کې اقتصادي تروریزم ته پای ټکی کېږدي.

لیکوال ویلي، د امریکا په بانکونو کې کنګل لس میلیون ډالر د افغانانو حق دی او ژر تر ژره باید دا پیسې بېرته افغانانو ته وګرځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان باید منزوي نه کړی شي.

دغه راز چین هم یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزادې کړي تر څو په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي