استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د ماموریت پر مهال په خپله د ملکي افغانانو د وژلو تر څنګ افغان سرتېرو ته هم د ملکیانو د ویشتلو امر کاوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، استرالیايي ځواکونو افغان سرتېري دې ته هڅول چې پر بې وسلې افغانانو ډزې وړکړي.
ورځپاڼې دا راپور د هغو استراليايي پوځیانو د محکمې له جریان څخه چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو تورن دي جوړ کړی دی.
په راپور کې ویل شوي د دې پېښو عیني شاهدانو محکمې ته ویلي، د استراليايي پوځ تورنو قومندانانو عسکرو ته د بې وسلې افغانانو د وژلو امر کاوه خو کله کله یې افغان پوځيان هم دې ته اړ کول چې د عملیاتو پر مهال پر هر چا ډزې وکړي، ان که هغه به بېګناه ملکي وګړی هم و.
استرالیايي ځواکونو تر ډېره په ارزګان ولایت کې ماموریت ترسره کاوه، چې د راپورونو له مخې هلته یې پراخه ملکي مرګ ژوبله اړولې ده او ان په قصدي توګه یې ملکي وګړي په نښه کړي، شکنجه کړي، بندي کړي او وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل