۰
امریکا:

افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت غوښتونکي یو، نه د مشخصو څېرو

یکشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۳
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، امریکا د افغانستان په نوي حکومت کې د مشخصو څېرو غوښتونکي نه ده، خو غواړي، چې حکومت پراخ بنسټه وي.
افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت غوښتونکي یو، نه د مشخصو څېرو
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، امریکا د افغانستان په نوي حکومت کې د مشخصو څېرو غوښتونکي نه ده، خو غواړي، چې حکومت پراخ بنسټه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ دغه څرګندونې په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

نوموړي ټینګار کړي، چې دوی په واک کې د مشخصو څېرو د ځای پر ځای کولو غوښتنه نه کوي، بلکې داسې یو ټولشموله دولت غواړي چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه و ویني.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، دوی د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې مانادار، ملي او ټولمنلي ترکیب غوښتونکي دي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي وو چې امریکا او نوره نړۍ له پراخ بنسټه دولت څخه مشخص تعریف نه لري او په خبره یې د امریکا دا غوښتنه یوازې یوه پلمه ده نور بس.

تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه هم و، چې ګڼې امریکا د قطر په ورستیو خبرو کې د اسلامي امارت پلاوی ته یو نوملړ سپارلی او ترې غوښتي یې دي، چې دغه کسانو ته په حکومت کې ځای ورکړي.

خو اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې نه د نورو په کورنیو چارو کې مداخله کوي او نه بل ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

اسلامي امارت وایي، حکومت ټول شموله دی او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې روانې دي او نړۍ هسې د فشار راوړلو لپاره پلمې لټوي.

ډېری شنونکي هم په دې باور دي، چې له پراخ بنسټه څخه د امریکا او ځینو نورو هېوادونو تعریف دا دی، چې په نوي حکومت کې باید د دوی اجیرانو او یا ځریو ته هم باید ځای ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي