د کندهار پخواني امنیه قواندان جنرال تادین خان د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ته د هغه څه له امله مبارکي ورکړې، چې د ده په وینا پنجابي عسکر یې نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تادین دا نه دي ویلي، چې ټي ټي پي څومره پنجابي عسکر کله او چېرته نیولي خو ویلي یې دي، چې دی یې دغه کار ستایي.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«د TTP اتلو او زړورو مجاهدينو ته د زړه له کومی د دغو پنجابی عسکرو د نيولو مبارکی وايم! بايد نور هم ورباندي عمليات وکړي، تر څو لا هم نورې برياوې يې په برخه شي.»
تادين خان په دغه پیغام کې ټینګار کړي، چې د ټي ټي پي اتل مجاهدين بايد پنجاب ته سم درس ورکړي، د ډيرو فتوحاتو او برياوو پر هيله يې!
که څه هم پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د دوی عسکر نیول شوي که نه خو وړاندې د پاکستان یوې څېړنیزې ادارې ویلي و، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل