د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې د ډېورنډ کرښې په ځینو برخو کې پېښې شوې، چې اسلامي امارت یې د دیپلوماتیک حل په لټه کې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، اسلامي امارت د تفاهم، خبرو اترو او ښه ګاونډيتوب له لارې د ستونزو پر اواري باور لري.
نوموړي زیاته کړېو چې اسلامي امارت به د دغو پېښو په اړه له پاکستان سره له ديپلوماتيکو لارو خبرې وکړي.
په وروستيو څو ځله د افغانستان له مختلفو سيمو د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د شلولو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون ژمنه وکړه چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به له افغانستان سره په «پوله» کې د ازغن دېوال جوړولو ته دوام ورکړي.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل