۰

ایران: د ټولشموله حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې حل دی

یکشنبه ۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۵
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي سید کاظمي قمي وايي، په افغانستان کې د ستونزو د حل کیلي د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل دي.
ایران: د ټولشموله حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې حل دی
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي سید کاظمي قمي وايي، په افغانستان کې د ستونزو د حل کیلي د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخي قمي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې تهران افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات غواړي او په دې برخه کې هڅې کوي.

نوموړي ویلي، ایران د افغانستان خپلواکي ته درناوی لري خو ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې د ستونزو د حل یوازینۍ لار د ټولشموله دولت رامنځته کېدل دي.

قمي ویلي، که چېرته د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې ستونزې حل او فصل کړي نو غوره به وي چې په واک کې ټولو قومونو او اقشارو ته ځای ورکړي او یو ټولشموله دولت جوړ کړي.

که څه هم اسلامي امارت د قمي دغه څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ورته څرګندونې رد او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

اسلامي امارت وايي، د دوی حکومت ټول شموله دی او هېڅوک حق نه لري، چې دوی دیکتې کړي او یا هم قومانده او فرمایش ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي