۰

کابل: د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې

پنجشنبه ۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
عیني شاهدان وايي، پلازمېنه کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
کابل: د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې
عیني شاهدان وايي، پلازمېنه کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پشنبې د مرغومي ۲ مه غرمه مهال د کابل ښار د درېمې حوزې اړوند سیمه کې د پاسپورټ ریاست مخې ته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او زیان په اړه معلومات نشته خو کورنیو چارو وزارت یې پخلي کړی دی.

د یادونې ده، دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې د پاسپورټ ریاست د جدول له مخې پنشنبې ورځ یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره ځانګړې شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي