۰

طالبانو د نړیوال بانک او امریکا د وروستیو پرېکړو هرکلۍ کړی

یکشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
د افغانستان اسلامي امارت د نړیوال بانک له خوا د کنګل شویو پسو څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو د خوشي کېدو او دغه راز د امریکا له خوا شخصي حوالې ته د اجازې د ورکړې هرکلی کړی دی.
طالبانو د نړیوال بانک او امریکا د وروستیو پرېکړو هرکلۍ کړی
د افغانستان اسلامي امارت د نړیوال بانک له خوا د کنګل شویو پسو څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو د خوشي کېدو او دغه راز د امریکا له خوا شخصي حوالې ته د اجازې د ورکړې هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان له کنګل شویو پیسو د ۲۸۰ میلیون ډالرو د خوشي کېدو پرېکړه وکړه او دغه راز د امریکا مالیې وزارت پرون اجازه ورکړه، چې له امریکا څخه افغانستان ته شخصي حوالې تر سره کېدای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو د نړیوال بانک او امریکا د دغه پرېکړو هرکلی کړی او دا یې یو ښه اقدام بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي«د امريکا ماليې وزارت له خوا بانکونو ته شپاړسم جنرل لایسنس صادرول يو ښه اقدام دی چې وس بهرميشت افغانان کولای شي خپلو کورنيو ته د ويسټرن يونين، منېګرام او نورو بانکي لارو پيسې وليږي.موږ ددې پرمختګ ستاينه کوو او هيله لرو چې افغانانو ته د نړيوال بانکي نظام په ټولو برخو کې د لاسرسي حق ورکړل شي.»

بل خوا د مالیې وزارت د نړیوال بانک له خوا د بشري مرستو لپاره د افغانستان د بیا رغونې د صندوق څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د خوشې کیدو د پریکړې هرکلی کړی او دا اقدامات یې په دوحه کې د طالبانو او د امریکايي هیت ترمنځ د وروستیو بحثونو نتیجه بللې.
 
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل هیله څرګنده کړې چې دا اقدمات به په راتلوونکي کې د نورو کنګل شویو پیسو خوشې کیدو ته هم لار پرانیځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي