۰
'WFP' او 'IOM' :

افغانان یوازې نه پرېږدو، اړمنو کسانو سره مرسته کوو

سی شنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د روان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وايي، د ژمي په رارسېدو سره به لوږه نوره هم دغه هېواد کې زیاته شي.
افغانان یوازې نه پرېږدو، اړمنو کسانو سره مرسته کوو
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د روان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وايي، د ژمي په رارسېدو سره به لوږه نوره هم دغه هېواد کې زیاته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  'WFP' پرون دوشنبې د لړم ۲۴ مه په یوه ټویټ کې ویلي، د دې پروګرام خواړه به د هغو میلیونونو افغان کورنیو د ژغورنې یوازینۍ لاره وي چې را روان ژمی له لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دوی نه شي کولی دغه اړ کسان ناهیلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون زیات وګړي د خوراکي موادو له سخت کوالي سره مخ دي.
 
د دوی په وینا کابو ۹۵ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او له دې ډلې نژدې نهه میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخامخ دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ګډوالو سازمان یا 'IOM' هم له اړو افغانانو سره د مرستو د دوام ورته ژمنه کړې ده.

دغه ادارې په یوه ټویټ کې ویلي، هغو په میلیونونو کسانو ته به چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې اوسيږي او د هوا په سړېدو سره یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، د راتلونکي ژمي لپاره د ژغورنې وسایل ورسوي.

'IOM' په تېره د هغو کسانو ژوند ستونزمن بللی چې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي او وایي، ټیمونه یې د هستوګنې له هغو ګڼ مېشتو سیمو څخه کتنو ته دوام ورکوي چې ورته تګ ستونزمن دی.

د سرچینې په وینا نژدې شپږ میلیونه افغانان د جګړو او طبیعي پېښو او نورو ستونزو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي.

دغه نړیوال سازمان وایي، په دې هېواد کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره زیات څه ته اړتیا چې باید وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي