۰

امریکا: څو طالبانو ټولشموله حکومت نه وي منلی، پیسې نه ورکوو

سی شنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۱
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان وايي، واشنګټن به تر هغې طالبانو ته پیسې ورنه کړي، څو یې ټول شموله حکومت نه وي منلي.
امریکا: څو طالبانو ټولشموله حکومت نه وي منلی، پیسې نه ورکوو
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان وايي، واشنګټن به تر هغې طالبانو ته پیسې ورنه کړي، څو یې ټول شموله حکومت نه وي منلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سولیوان ویلي، امریکا تر اوسه په هغه موقف کې نه ده، چې د افغانستان د خلکو سره د مرستې په خاطر د طالبانو حکومت ته په مستقیمه توګه پیسې ورکړي.

نوموړي له سي ان ان سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه ټینګار کړی، چې تر څو طالبانو خپل عمل په ځانګړي ډول د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو کې نه وي پر ځای کړي، امریکا به د طالبانو حکومت ته پیسې ورنه کړي.

خو زیاته یې کړه، چې امریکا اوس هم د نړۍ په کچه یو له هغه هېوادونو دی، چې د افغانستان لپاره یې بشري مرستې چمتو او ورکړې دي.

د ده په وینا امریکا په روان کال کې کابو نیم میلیارد ډالر له نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو پر مټ د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد ډالره پانګه په خپل مرکزي بانک کې کنګل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي