ټاکل شوې د افغانستان – امریکايي پوهنتون هغه استاد چې څو کاله د طالبانو سره زنداني و، بېرته کابل ته راشي او خپلې دندې ته دوام ورکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز په خپله ټوېټر پاڼه کړې او ویلي یې دي، چې د امریکايي پوهنتون استرالیايي استاد جبرائیل عمر بېرته کابل ته راځي.
نوموړي زیاته کړې«زموږ مسلمان استرالیايي ورور جبرائیل عمر به ډېر ژر افغانستان ته راشي او د علم په برخه کې به خلکو ته خدمت وکړي.»
تموتي ویکس چې یو استرالیایی دی، څو کاله وړاندې د افغانستان – امریکايي پوهنتون استاد و، چې په ۲۰۱۶ کال کې د کابل په دارالامان سیمه کې د طالبانو له خوا برمته کړل شو.
له ده سره یو ځای د دغه پوهنتون یو بل استاد هم د طالبانو له خوا برمته شوی و، چې دواړه بیا په ۲۰۱۹ کې د طالبانو د درې لوړ پوړو چارواکو، انس حقاني، مالي خان او حافیظ رشید په بدل کې د سولې د مستقیمو خبرو د پیل په موخه تبادله شول.
تموتي ویکس تر خلاصون وروسته د قطر ته ولاړ او هلته د طالبانو له سیاسي چارواکو په ځانګړي ډول له انس حقاني سره په یوه انځور کې راښکاره شو.
نوموړي د طالبانو له بند څخه تر خلاصون وروسته ویلي و، چې د اسلام مبارک دین یې قبول کړی او خپل نوم یې جبرائیل عمر ایښی دی.
جبرائیل عمر یا پخوانی تموتي ویکس چې اوس د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي افغانستان کې د تدریس په اړه وايي، په افغانستان کې نوی دوران په رادبره کېدو دی او د ټولو لپاره به اسلامي زده کړې ترویج کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل