۰
مشرانو جرګه:

د افغان سولې په اړه د امریکايي چارواکو دوه ګونې څرګندونې د ادېښنې وړ دي

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
د افغانستان مشرانو جرګې د افغان سولې په تړاو د امریکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې دوه ګونې او د اندېښنې وړ وبللې.
د افغان سولې په اړه د امریکايي چارواکو دوه ګونې څرګندونې د ادېښنې وړ دي
د افغانستان مشرانو جرګې د افغان سولې په تړاو د امریکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې دوه ګونې او د اندېښنې وړ وبللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن سه شنبې لیندۍ ۱۳ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د سولې په تړاو د امریکايي چارواکو څرګندونې خواشنونکي دي.

نوموړي زیاته کړه، د امریکا دفاع وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې وايي، چې افغان سولې په راوستو کې جدي دي، خو په ورته وخت وايي، ځواکونه له افغانستانه نه باسو.

د ښاغلي ایزدیار په وینا دغه ډول ضد او نقیض څرګندونې ډېرې مضرې واقع کېږي او دښمن حساس کوي، ځکه د طالبانو د سولې یو شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال په وینا که دا خبرې رسنیزې شي ښه راتلونکې به ونه لري او امریکايي چارواکي باید خپلو سیاسیتونو او خبرو ته متوجه و اوسي تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات رامنځ ته شي، چې دا کار د سیمې او نړۍ په ګټه هم دی.

د جرګې یو بل غړي سناتور نادر بلوچ هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې امریکايي چارواکي د افغان سولې په اړه یوه ورځ یو ډول او بله ورځ بل ډول څرګندونې کوي، چې د افغان ولس اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د هغه په وینا امریکايي چارواکي باید په خپلو څرګندونو او سیاسیتونو کې همغږي رامنځ ته کړي تر څو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او تل پاتې سوله ټینګه شي.

د جرګې غړو د افغان سولې په تړاو د امریکا ګړندیو هڅو ته هم د شک په سترګه کتل او دا یې ډېرې خطرناکې وبللې، چې په وینا یې امریکايي چارواکي باید له افغان حکومت او سیاسي پاړکیو سره په دې برخه کې ځان همغږي کړي.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي زلمي زابلي و ویل، امریکا چارواکي وايي، دوی هڅه کوی له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې سوله وشي، خو ولسمشر غني وایي، د سولې پلي کېدا پنځه کاله وخت ته اړتیا لري، چې دا خپله دوه ګوني توب دی او له دې ښکاري، چې د امریکا او افغان حکومت هم د سولې په تړاو ژور اختلافات شته.

د زابلي په وینا امریکايي چارواکي په ځانګړي ډول خلیلزاد باید له افغان حکومت سره خپلې هڅې همغږې کړي او له هغې پرته په خپل سره هر ډول هڅې به بې ګټې وي.
 
د مشرانو جرګې غړي وايي، د سولې له پاره چې هر څوک هڅې کوي دوی یې ملاتړي دي، خو دا خبرې باید د دې سبب شي، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات راشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي