۰

د خوړولو نړیوال سازمان: هڅه کوو د افغانستان اقتصاد په پښو ودرېږي

دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۰
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان یا ‌ډبلیو‌اف‌ پي اجراییوي رییس ویلي، دوی به په بېړنۍ توګه د بشري ناورین مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د خوړولو نړیوال سازمان: هڅه کوو د افغانستان اقتصاد په پښو ودرېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان یا ‌ډبلیو‌اف‌ پي اجراییوي رییس ویلي، دوی به په بېړنۍ توګه د بشري ناورین مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ډیویډ بېزلي دا څرګندونې د د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی ټول په افغانستان کې دي او په دغه هېواد کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو او اړمنو ته د نغدي مرستو د وېش پر میکانیزم کار کوي.

د خوړو نړیوال سازمان اجرائیوي مشر ټینګار کړی، چې د دې پروسې په عملي کېدو سره به په مارکېټ کې د پیسو څرخ ته زمینه برابره او د افغانستان اقتصاد تر یوه حده په خپلو پښو ودرېږي.

ډیوېډ بیزلي زیاته کړې، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک له بد وضعیت سره مخ دي او دوی ته د رسیدګي لپاره د خوړو سازمان هره میاشت ۲۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې ښاغلي حنفي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د خوړو نړیوال سازمان د همکاریو مننه کړې وايي، د ملګرو ملتونو ټولو سازمانونو سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي او د هغوی بشپړ امنیت تامینوي.

ښاغلي حنفي ویلي،، اوس په ټول افغانستان کې جګړه پایته رسېدلې او د بشري مرستو، بیارغاونې او زده کړو په برخو کې باید د ملګرو ملتونو ادارې قوي حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي