د استرالیا د کرکت ادارې له افغانستان سره د خپلې ملي لوبډلې د لومړۍ او یوازینۍ ټسټ یا پنځه ورځۍ لوبې د ځنډېدو اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کرکټ بورډ په خپله ټوېټر پاڼه ویلي، د آسترالیا د کرکټ ادارې او د افغانستان کرکټ بورد موافقه کړې چې د افغانستان په وړاندې دې د ټسټ لوبه وځنډیږي.
د آسترالیا د کرکټ مسولینو د دې پریکړې دلیل د طالبانو له خوا سپورت ته د میرمنو نه پرېښودل په ګوته کړی دی.
دغه ادارې زیاته کړې له اړوندو مسولینو سره یې تر سلا مشورو وروسته پریکړه وکړه هغه لوبه چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نیټه په هوبارت کې وشي، ترسره نشي.
په ورته وخت د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دواړو هېوادونو تر منځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه د لنډې مودې لپاره وځنډول شوه.
کرکټ بورډ زیاتوي، د افغانستان او آسټرالیا کرکټ بورډونو د ګډې هوکړې له مخې، د لنډې مودې لپاره د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه ځنډول شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړه خواوې به یې د ګډې پرېکړې په پایله کې نېټه ډېر ه ژر مشخصه او ځانګړې کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل