۰
لوی درستیز:

د مخکني حکومت د نظامیانو یو کانټینر جسدونه لا نه دي خښ شوي

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي، د مخکني حکومت د نظامیانو یو کانټینر جسدونه لا هم خاورو ته نه دي سپارل شوي.
د مخکني حکومت د نظامیانو یو کانټینر جسدونه لا نه دي خښ شوي
د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي، د مخکني حکومت د نظامیانو یو کانټینر جسدونه لا هم خاورو ته نه دي سپارل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې د دغه نظامیانو جسدونه د سردار محمد داود خان د روغتون د مړو په خونه کې پراته دي.

نوموړي چې پرون یې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د دغه جسدونو کورنۍ لا هم نه دي پیدا شوې، تر څو یې دوی ورته وسپاري.

د پوځ مشر دا هم و ویل، چې د دغه کسانو هویت هم نه دی مشخص شوی.

د هغه په وینا په څلور سوه بستریز روغتون کې دا مهال یو کانټینر مړي پراته دي او تېر حکومت نه هم نه دی توانېدلی، چې وارثین یې پیدا کړي.

قاري فصیح الدین زیاتوي، چې اسلامي امارت هم تر اوسه هڅه کړې، چې د دغه کسانو هویت تشخیص، وارثین یې پیدا او ورته یې وسپاري، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د ده خبره دوی نه پوهېږي، چې دا څوک دي او چا ته یې تسلیم کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي