۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی دی

شنبی ۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی دی
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق وایي، ښاغلي مرداوف او ورسره پلاوی نن شنبې د لړم ۸ مه سهار مهال کابل ته راورسېده.

د مرادف هرکلي لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هوايي ډګر ته ورغلي وو.

کابل ته تر رسېدو وروسته ښاغلي متقي او ښاغلي مرادف ناسته کړې، خو په اړه یې تر اوسه جزیات نه دي رسنیز شوي.

د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته دا د درېیم هېواد د بهرنیو چارو وزیر دی، چې کابل ته راځي.

تر دې وړاندې د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم کابل ته راغلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي