۰

د سپین بولدک لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۷
د کندهار د والي یوسف وفا په امر د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د سپین بولدک لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده
د کندهار د والي یوسف وفا په امر د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي دا اقدام وروسته له هغې کړي، چې پرون افغانستان ته راتلونکو افغان کډوالو په سپین بولدک کې د پاکستاني پوله ساتو له چلن څخه شکایت وکړ.

د کندهار والي ویلي، دا دروازه یې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د کندهار د والي یوسف وفا مطبوعاتي دفتر ویلي چې د سپین بولدک پر پوله پاکستاني چارواکو عامو افغانانو، سوداګرو او ناروغانو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی دغه موضوع له پاکستاني لوري سره شریکه کړې ده خو پاکستان یې ستونزې ته رسیدګي نه ده کړې او په وینا څو پورې چې پاکستان دغو ستونزو ته رسیدګي ونه کړي دراوزه به تړلې وي.

د یاد دفتر په خبره، سپین بولدک دروازه له تېرې ورځې راهیسي د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي