۰

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۴
د امریکا د وسله والو ځاکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.
په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې
د امریکا د وسله والو ځاکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، دغه سرتېرو په افغانستان کې دنده تر سره کړې او د نامعلومه دلایلو له امله یې خپل ځانونه ځړولي دي.

د سرچینې په وینا د وژل شویو کسانو عمرونه تر دېرشو کلونو کم وو.

د چارواکو په وینا، دوی تر اوسه پورې د یادو سرتېرو د ځان وژنې اصلي لاملونه نه دي پیدا کړي خو څېړنې یې روانې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په امریکا او بریتانیا کې ورته ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي