۰
سپینه ماڼۍ:

افغانستان کې د پاتې امریکايي اتباعو د ایستلو لارې چارې لټوو

دوشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۵
د امریکا د ولسمشر د دفتر رییس ران کلین وايي، امریکا هڅه کوي، په افغانستان کې د پاتې امریکايي اتباعو د راایستلو لپاره لارې چارې ولټوي.
افغانستان کې د پاتې امریکايي اتباعو د ایستلو لارې چارې لټوو
د امریکا د ولسمشر د دفتر رییس ران کلین وايي، امریکا هڅه کوي، په افغانستان کې د پاتې امریکايي اتباعو د راایستلو لپاره لارې چارې ولټوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي او زرګونه امریکايي اتباع او افغان همکاران یې هم ورسره ایستلي، خو ویل کېږي لا هم کابو ۱۰۰ تنه امریکايي اتباع او د هغوی افغان همکاران په افغانستان کې پاتې دي.

په همدې اړه د بایډن د دفتر رییس ران کلین له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي، د امریکايي چارواکو په ګمان لا هم د ۱۰۰ شاوخوا کې امریکايي اتباع افغانستان کې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې« که هغوي وغواړي موږ یې د رایستلو لپاره لارې چارې لټوو، ډېر احتمال شته چې قطر د پروازونو د پیل د لارې وشي.

ران کلین دا هم ویلي، امریکا کوښښ کوي د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې یې د امریکاييو سره کار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استازو مجلس یوه مخکښ غړي مایکل مک کال فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، د امریکا د استخباراتو د ادارې د معلوماتو پر اساس سلګونه امریکایان په افغانستان کې پاتې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا شپږ الوتکې د افغانستان د مزار شریف په هوايي ډګر کې دي، چې امریکايي اتباع هم په کې دي او طالبان اجازه نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي