۰

قطر: هڅه کو افغانستان کې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي

سی شنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان او فلسطین پر موضوع هم خبرې اترې کړې دي.
قطر: هڅه کو افغانستان کې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان او فلسطین پر موضوع هم خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس دخبر له مخې محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي چې قطر په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره خپله سیاسي نقشه لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي.

نوموړي زیاته کړې، نړۍ په افغانستان کې راغلي ناڅاپي تحول حیرانه کړې ده خو دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره په امنه توګه له دغه هېواد څخه د ډیپلوماټانو د ایستلو برخه کې همکارۍ ته هم ژمن دي.

د هغه په وینا دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د امنیت او ثبات او دغه راز د واک سوله ییز لېږد برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر الثاني وایي، هیله لري چې هر څه ژر افغانستان بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي