۰

مارشال دوستم: شمال ته د طالبانو ننوتل اسانه خو وتل یې سخت دي

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۱
د جنش ګوند مشر او د ولسمشر غني پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، د افغانستان شمال ته د طالبانو ننوتل اسانه خو راوتل یې سخت دي.
مارشال دوستم: شمال ته د طالبانو ننوتل اسانه خو وتل یې سخت دي
د جنش ګوند مشر او د ولسمشر غني پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، د افغانستان شمال ته د طالبانو ننوتل اسانه خو راوتل یې سخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مارشال دوستم چې تازه د هېواد شمال ته له طالبانو سره د جګړې لپاره تللی وايي، له شمال څخه د طالبانو بیا راوتل د دوی په اختیار کې نه دي.

دی وايي، هر ځل چې طالبانو د شمال د نیولو هڅه کړې او ننوتلي دي، خو درانه تلفات یې لیدلي او نه دي توانېدلي، چې سیمې کنټرول کړي.

نوموړي ویلي، په وار وار یې پر طالبانو غاړه خلاصه کړې، چې له جګړې لاس واخلي، خو په وینا یې طالبانو نه ده منلې.

دی وایي، طالبان هېڅ پند نه اخلي، هر ځل چې شمال ته ننوتي په دام کې لوېدلي او په خبره یې دا ځل به هم په اسانه له شمال څخه ونوځي.

د جنبش ګوند مشر خبرداری ورکړی، چې دا ځل به هم طالبانو ته ماته ورکوي او وايي، اوس دی پسې راوتی نو که وژل کېږي او یا بل څه ناوړه ورسره کېږي ګیله دې نه کوي.
 
مارشال دوستم دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په شمال، کې سرپل، جوزجان، تخار، بغلان، سمنګان، کندوز او بدخشان ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي