۰

سعودي عربستان: طالبان دې له جګړو لاس واخلي

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
سعودي عربستان پر طالبانو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې نور له جګړو لاس واخلي او د سولې د خبرو اترو لار خپله کړي.
سعودي عربستان: طالبان دې له جګړو لاس واخلي
سعودي عربستان پر طالبانو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې نور له جګړو لاس واخلي او د سولې د خبرو اترو لار خپله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه کابل کې د سعودي عربستان سفیر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

نوموړي ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړي، چې سعودي عربستان له افغان سولې سره همکارۍ او مرستو ته چمتو دی.

د سعودي د سفیر په وینا په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سعودي عربستان اندېښنه هم پارولې ده.

هغه زیاته کړې له همدې امله پر طالبانو غږ کوو چې له جګړو لاس په سر شي او د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي.

عربستان همدا راز ډاډ ورکړی چې دوی به د افغان سولې د پرمختګونو لپاره د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو جوړولو ته هم ادامه ورکړي.

د افغانستان حکومت هم د سولې په برخه کې د عربستان له دایمي همکاریو مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان ښه ملګری بللی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي