د فنلنډ حکومت وايي، لسګونه افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي چې د ایستلو لړۍ یې درېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فنلنډي چارواکي وايي، دوی دا پرېکړه د افغان حکومت د غوښتنې پر بنسټ کړې چې له اروپايي هېوادونو یې د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه کړې وه.
فنلنډ ویلي دوی به دې کډوالو ته د دایمي اوسېدو اجازه ور نه کړي، یوازې د لنډې مودې لپاره چې په افغانستان کې وضعیت ښه کېږي، د دوی د ایستلو لړۍ درول شوې ده.
په وروستیو کلونو کې لسګونه افغانان له هېواده بهر شول چې ډېری یې اروپایي هېوادونه ته تللي، خو دغه هېوادونو د ډېری افغانانو له منلو ډده کړې چې هره میاشت لسګونه دغه کډوال بېرته هېواد ته رالېږل کېږي.
په افغانستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره سم د کډوالو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل، چې تر دریو میاشتو پورې د افغان کډوالو اجباري ایستلو لړۍ ودروي.
جمهورخبري آژانس:کابل