۰

له افغانستانه یو پلاوی ایران ته تللی، ښايي له طالب پلاوي سره وګوري

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
له افغانستان د یو شمېر سیاسیونو او ګوندونو د استازو یو پلاوی ایران ته تللی او ټاکل شوې چې دغه هېواد ته د طالبانو له ورغلي پلاوي سره وګوري.
له افغانستانه یو پلاوی ایران ته تللی، ښايي له طالب پلاوي سره وګوري
له افغانستان د یو شمېر سیاسیونو او ګوندونو د استازو یو پلاوی ایران ته تللی او ټاکل شوې چې دغه هېواد ته د طالبانو له ورغلي پلاوي سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان پلاوی پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه تهران ته رسېدلی، چې په کې د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی محمد یونس قانوني، د جنبش ګوند استازی محمدالله بتاش، د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم او ارشاد احمدي، د وحت ګوند په استازیتوب ظاهر وحدت او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی سلام رحیمي شامل دي.

ویل کېږي دغه افغان پلاوی به تهران د طالبانو د قطر دفتر له پلاوی سره وګوري او د دغه کتنې زمینه ایران برابره کړې ده.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه تهران ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې طالب پلاوی به له ایراني چارواکو سره په اړونده مسایلو او دوه اړخیزه اړیکو خبرې اترې وکړي.

دغه راز نعیم وردګ دا هم ویلي، چې طالب پلاوی به له یو شمېر افغان شخصیتونو سره هم ناسته ولري او په دې ناسته کې به د هېواد په روان وضعیت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر هواري خبرې وکړي.

طالب ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې د دوی پلاوی به له کومو افغان شخصیتونو سره وګوري، خو پرون له افغانستان څخه هم یو پلاوی ایران ته تللی او ښايي له طالب پلاوي سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي